ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال فراه ته سفر کړی

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال ملا عبدالجبار د یو تخنیکي ټیم په ملتیا جنوب غربي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې فراه ولایت ته سفر کړی.

 د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال فراه ته په رسېدو سره په دغه ولایت کې د ټولګټو وزارت له اړوند حفظ او مراقبتي پروژو څخه لیدنه کړې او د چارو د لا چټکتیا او غوره کیفیت په موخه یې اړوند مسولینو ته لازمې لارښوونې کړي.

ملا عبدالجبار همدارنګه د فراه ولایت له والي سره لیدنه کړې او په دغه ولایت کې یې د پروژو پر تطبیق هر اړخیرې خبرې کړي.

دواړو لورو د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

نوموړي همداراز د فراه ټولګټو ریاست له فني او مسلکي کارکوونکو سره هم لیدنه کړې او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې اوریدلي، چې د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال له لوري د ستونزو د هوارولو ډاډ ورکړل شوی.

د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال ملا عبدالجبار فني او مسلکي کارکوونکو ته ویلي، چې د وطن ابادي او د نظام ملاتړ زموږ او ستاسو هڅو او رښتیني کوښښ ته اړتیا لري.