ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالشکور حقاني د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) د ۸۰مې کلیزې په پار غونډه کې ګډون وکړ

په قرغیزستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي عبدالشکور حقاني په یاد هېواد کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) د مشر الېګ ګوچګېلدیېف په بلنه د یاد سازمان د ۸۰مې کلیزې په پار غونډه کې ګډون وکړ.

 په قرغیزستان کې د افغانستان سفارت وايي، چې د یادې غونډې په ترڅ کې ښاغلي حقاني د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) د مشر سره لیدنه وکړه او له افغانستان سره يې د ياد سازمان له همکاریو مننه وکړه او د لادوام هيله يې څرگنده کړه.

په ورته مهال، ښاغلي حقاني د یو شمېر هېوادونو له استازو، ډيپلوماټانو او سوداګرو سره هم ولیدل او د اړوندو موضوعاتو سربېره يې، د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو په پراختيا ورسره خبرې وکړې.