د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د دې ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د تېرې اونۍ په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۵۸۲ بهرنيو وګړو راتلل او ۴۳۱ کسانو وتل ثبت کړي دي.
همداراز ياد رياست په تېره يوه اونۍ کې په کابل ښار کې دوه زره او ۴۵۴ تنو هېوادوالو ته د نویو او مثنی تذکرو د ورکړې او د کاغذي تذکرو د لغوه کولو او تاييدولو، یو زر او ۶۴۸ کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو او ۲۰۹ کسانو ته په غيرحضوري توګه د کاغذي تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
همدارنګه د دې ادارې د خدمتي څانګو له لارې په تېره اونۍ کې دوه زره او ۹۲۲ غوښتونکو ته د زېږون کارتونه او ۸۰ تنو ته د مړینې پارچې وېشل شوې دي.
د يادولو ده چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري ډول د کاغذي تذکرو، زېږون کارتونو او د مړينې پارچو د وېش؛ د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ د ثبت مسوليتونه پر غاړه لري.

