ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خوست لپاره نوی والي مولوي عبدالله مختار د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې معرفي شو

د کورنيو چارو وزارت وایي، چې د خوست ولایت لپاره نوی والي مولوي عبدالله مختار د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې معرفي شو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د ياد ولایت پخواني والي مولوي عبدالقیوم روحاني، د بېلابېلو ملکي او نظامي ادارو مسولینو، علماوو، قومي مشرانو او ګڼ شمير عامو ځوانانو ګډون کړی وو.

د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت یاد پلاوي ته د هرکلی ترڅنګ ویلي، چې تغیر او تبدیل په هر نظام کې یو اصولي بهیر دی.

نوموړي زیاته کړې، چې اطاعت د اسلامي نظام بنسټ دی او همدا ارزښت د مشرتابه د امر پلي کېدل تضمینوي.

دغه‌راز پخواني والي مولوي عبدالقیوم روحاني ویلي، چې د خوست ولسونه د اسلامي نظام رښتيني ملاتړي دي او له هغوی څخه یې د زړه له کومي مننه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، د خوست د ولسونو له همکارۍ او وفادارۍ ژور د خوښۍ احساس لري او دا به هېڅکله هېر نه کړي.

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري په خپلو څرګندونو کې ویلي، موږ د رسول الله (ص) د سیرت او اخلاقو داعیان یو او له مسولینو یې غوښتي، چې د ولسونو سره په نېک چلند او عدل ته پوره پاملرنه وکړي.

 دغه‌راز نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت پر عمومي عفوه ژمن دی او د افغانستان د هر وګړي سر او مال خوندي دی.

ښاغلي عمري ویلي، هغه کسان چې زموږ په مقابل کې یې تېر ۲۰ کاله جګړه کړي، هغوی دې نور له مخالفته ډډه وکړي او د خپل نظام ملاتړ دې وکړي.

د خوست والي مولوي عبدالله مختار په خپلو څرګندونو کې ويلي، افغانانو د تاریخ په هر پړاو کې د خپلې خاورې د ساتنې لپاره یوازې د خپلواکي، عزت او ایمان مفکوره منلې ده.

نوموړي زیاته کړې، افغان ولس د خپل وینې او غیرت په بیه نه یوازې نظامي خپلواکي، بلکې اقتصادي، فکري او عقیدوي ازادي هم ترلاسه کړې ده.

ښاغلي مختار څرګنده کړې، چې د خوست له ولسونو سره بلدتیا لري او د دوی د غیرت، مېړانې او وفادارۍ شاهد دی.

همدارنګه نوموړي زیاته کړې، د خوست د پرمختګ او د هېواد د رغونې لپاره به په ګډه هڅې کوي.