ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: افغانستان اوس مهال د اوسپنې سکټور برخه کې پر ځان بسیا شوی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان اوس مهال د ګول سیخ او نورو فلزاتو تولید برخه کې په ځان بسیا شوی او تېرکال يې په دې برخه کې پاکستان او ترکمنستان ته هم صادرات کړي دي .

هاخوا بیا د افغانستان د اوسپنې ویلي کېدو ټولنه وايي، نه یوازې دا چې د اوسپنې سکټور کې پر ځان بسیا شوي زیاتوي ، په ټولو ملي پروژو کې چې اوس مهال د حکومت له لوري روانې دي یا پلي شوې دي د کورني سیخ او فلزي تولیداتو څخه پکې ګټه اخیستل شوې ده .

په ورته وخت کې بیا یو شمېر صنعتکاران هم په دې خوښ دی، چې په کورنیو پروژو او کور دننه جوړیدونکو وادانیو کې د کورني سیخ ګټه اخیستلو کې دوی ډاډ ورکوی، چې د تولید کیفیت يې د سیمې له هېوادونو لوړ دی .

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال افغانستان کې د اوسپنې نږدې ۵۰ کارخونې فعالیت کوی، په دغو کارخونو کې تر ۵۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو پانګونه شوې او د فلزي تولیداتو ټول ډولونه تولیدوي.