ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله نیمروز ولایت ته سفر کړی

د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله نیمروز ولایت ته سفر کړی.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په نیمروز کې له ولایتي مسولینو، رییسانو، د علماوو  شوری له اعضاوو او متنفذینو، د جهادي مدرسې له استادانو، د محاکمو له قاضیانو، ولسوالانو او یو شمېر نورو مجاهدینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله یادو مسولینو ته علمي او هر اړخیزه وینا کړې، د ولس سره د ترحم او شفقت، مشکلاتو ته یې رسیدنه، د دوی د قربانیو قدرداني کولو، خپلو مسولیتونو ته د متوجه کېدلو او په سمه توګه ادا کولو، د ځانونو اصلاح، امر بالمعروف کولو او په قضایي چارو کې د استقلال ساتلو په اړه لازمې سپارښتنې کړې.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره په دې سفر کې مل پلاوي هم د غونډي ګډونوالو ته د تعلیم، قضا، افتا، وحدت ساتلو، اطاعت کولو، د فرامینو تطبیق او د خلکو شکایتونو او عریضو ته د رسیدنې په برخه کې ویناوي کړې.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د محاکمو له قاضیانو، د علماوو د شوری له غړیو، جهادي مدرسې له استادانو او د همدې ولایت له لسګونه دیني علماوو او متنفذینو سره په لیدنه کې ، د دوی وړاندیزونه، مشورې او مشکلات اورېدلي او په اړه یې لازم هدایات کړې.