ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت ویاند: افغانستان د جګړې پلوي نه دی خو د تیري په صورت کې دفاع ته چمتو دی

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ملي تلویزیون ته د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند په تړاو وايي، اسلامي امارت هېڅکله هم پر چا یرغل نه دی کړی او نه هم د جګړې غوښتونکی و.

ښاغلی مجاهد زیاتوي؛ که بیا څوک پر افغانستان یر غل وکړي، د اسلامي امارت ځواکونه دفاع ته چمتو دي.

همدا راز د اسلامي امارت ویاند دا هم ویلي، چې وړمه ورځ د پاکستان په غوښتنه او ټینګار اوربند منل شوې هوکړه کې کومه زماني موده نه وه یاده کړې او ځواکونو ته امر شوی وو، چې تیري کوونکو ته ځواب ورکړي.