ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د لسګونو چکډمونو د پروژو چارې پیلېږي

د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په مشري د دې وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر آخندزاده، ریيسانو  او تخنیکي مسولینو په ګډون د هېواد په ۱۳ ولایتونو کي چې وچکالي زیانمن کړي و د چکډمونو د پروژو د چارو پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوې.

په دې غونډه کې؛ چې د اوبو او انرژي وزارت له لوري جوړه شوې وه، ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې د یادو پروژو د پلي کولو چارې په چټکۍ سره مخ ته یوسي

د یادونې وړ ده؛ چې لومړي پړاو کې به هېواد کې د اوبو د بحران مدیریت، د موسمي سیلابونو مدیریت او کنټرول، د اوبو سرچینو پیاوړتیا، د سیلابونو او وچکالیو د زیانونو د کموالي لپاره د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ۱۴۰ چکډمونو د پروژو پلي کول د اوبو او انرژي وزارت ته سپارل شوی، چې لګښت یې د اسلامي امارت له لوري ورکول  کیږي.

همدارنګه د دې پروژو په پلي کولو به له وچکالي سره د مبارزې، د اوبیزو سرچینو د مدیریت او پیاوړتیا په برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام واخیستل شي، چې اکثره هېوادوال به ورڅخه برخمن شي.