ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۲۱ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۲۲هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۳۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۶ کورنیو سره ټولې۷۵۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۰تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۸۵مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳کورنیو سره ټولې۱۸۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۶۳۰تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۳۹عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۵۱۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۷۹۵تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۲۳کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶۷تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته یو میلیون او ۷۹ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶۰کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۳۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۹۴۴خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۸۸عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۳کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو زر او ۴۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۲۰۱‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۴۵تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون،۱۱۶ زره  او ۳۵۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال:               ۶۷۱کورنۍ او درې زره او ۶۰۰وګړي

لېږدول شـوي کډوال:               ۳۲۷کورنۍ او یو زر او ۸۲۳وګړي

مرسته شوي کډوال:              ۲۸۹کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۲۲۷عــــدده