د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د یو شمېر روسي شرکتونو له مسولینو سره لیدنه وکړه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په دې لیدنه کې د روسي شرکتونو مسولینو چمتووالی ښودلی، چې د افغانستان د نفتو، جستو، مسو او کرومایت کانونو د استخراج، د اوبو مدیریت، د برېښنا او تخنیکي ماشینالاتو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي او د اړوندو ادارو له مسوولینو سره د ژر همغږۍ رامنځته کولو په موخه په کابل کې خپل دفتر پرانیزي.
بل لوري د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په بېلابېلو برخو کې د روسي شرکتونو پانګونې ته د چمتووالي هرکلی کړی او دوی ته یې د هر ډول اړینې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

