ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

دوکتور محمد نعیم د چین له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمد نعیم د چین له سفیر ژاو شینګ سره لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې دواړو لوریو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا خبرې وشوې.

دوکتور محمد نعیم د چین او افغانستان اړیکې ژورې او تاریخي وبللې، د چین له مرستو یې مننه وکړه او د واحد چین د اصل پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.

نوموړي څرګنده کړه چې اسلامي امارت د متوازن سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي  پر بنسټ اړیکې غواړي او له هېڅ يو هېواد سره د بل هېواد پر ضد اړيکې نه پالي.

د چین سفیر ژاو شینګ د اسلامي امارت د اصولي دریځ ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې هېواد یې د افغانستان ملي حاکمیت ته بشپړ درناوی لري او هم له افغانستان سره د دوامدارو همکاریو غوښتونکی دی.

همدارنګه په ناسته کې د ګاونډي هېواد له لوري څو ورځې مخکې پر افغانستان د ټولو انساني او اسلامي او د ګاونډيتوب د اصولو خلاف بريد يادونه هم وشوه.

ښاغلي نعیم په دې اړه د اسلامي امارت واضح موقف په بيانولو سره وويل، یاد برید يو ظالمانه او بزدلانه بريد و، چې مناسب ځواب يې هم وويل شو.

نوموړي زياته کړه، چې جنګ او جګړه د ستونزو حل لاره نه ده او اسلامي امارت له ټولو په ځانګړي ډول خپلو ګاونډيانو سره ښه او مثبت روابط غواړي.

دوکتور محمد نعیم وویل، که څوک زموږ پر حقوقو او ارزښتونو تېری وکړي، نو افغان ولس له خپلو حقوقو او ارزښتونو څخه دفاع د ځان ثابت حق ګڼي او په ښه توګه له خپل ځان او حقوقو څخه دفاع کولی شي.

دغه‌راز د چين سفير هم په ټينګار سره وويل، چې ستونزې بايد د تفاهم او خبرو له لارې حل شي نه د جنګ او جګړې له لارې

په پای کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو  اړیکو پر لاپیاوړتیا او دوامداره همکاریو ټینګار وکړ.