ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۲۰ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۲۱هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۱۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۷ کورنیو سره ټولې۸۴۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۶۶کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۲تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۳۰مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵تنه و، هرات، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۵۵ زره کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷کورنیو سره ټولې۱۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۶۴۸تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۶۶عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۳۵۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۲۷۰تنه و، کندهار، هرات، هلمند، نیمروز، زابل، غزني او پکتیکا ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته دوه میلیون،۸۶۵ زره  او ۷۵۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۳۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۹۲تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۸۶ زره  او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷۸کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۵۳۲ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۲۸۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۴۲۲تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون، ۸۹ زره  او ۴۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال:               ۱۸۸کورنۍ او ۹۷۴وګړي

لېږدول شـوي کډوال:               ۷۸۰کورنۍ او څلور زره او ۴۱۹ وګړي

مرسته شوي کډوال:              ۳۱۲کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۶۶عــــدده