ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ننګرهار د پولیسو له روزنیز مرکز څخه څه‌باندې ۴۰۰ تنه منسوبین فارغ شول

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې ۴۱۴ تنه پولیس د مسلکي او عقیدوي زده‌کړو بشپړولو وروسته د ننګرهار ولایت له روزنیز مرکز څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت اداري معینیت نظامي مرستیال پاسوال شیخ محمد نظر شینواري، د ښوونې او روزنې لوی قومندان قاري روح الله عبیده (پیلوټ)، د نورستان ولایت امنیه قومندان مولوي اختر محمد مزمل او نورو مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی و.

 فراغت غونډې ته یاد مشرتابه پلاوي په خپلو خبرو کې دوی خپلو اصلي دندو او موخو ته ځیر کړل او د دوی زده کړې یې د ولس او نظام د لا ښه ساتلو لپاره اړینې وبللې.

دغه راز دوی له فارغ شویو پولیسو وغوښتل، چې د دندې د اجرا کولو پر مهال له خپل ټاکل شوي یونیفورم څخه استفاده وکړي، په خپلو کړو وړو کې د الله (ج) رضا په پام کې ونیسي او له ولس سره نېک چلند وکړي.

همدارنګه د غونډې په پای کې چمتو شوي بری لیکونه فارغ شویو منسوبینو ته ووېشل شوې.