د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، د سالنګ لویه لاره د تونل په داخل کې د کانکریټ او قیراچونې له کبله د تلې له ۲۷مې څخه د لړم میاشتې تر ۶مې نېټې پورې؛ د ۱۰ ورځو لپاره د هر ډول وسایطو پر مخ په بشپړه توګه تړل کېږي.
د ښاغلي حقشناس په وینا، هېوادوال کولای شي په دې موده کې د بدیل مسیر (دوشي – بامیان) له لارې تګ او راتګ وکړي.
نوموړي دغه راز له هېوادوالو غوښتي، د را روانې شنبې ورځ چې د (تلې، ۲۶مې) سره برابره ده، د مازدیګر له ۶ بجو وروسته د سالنګ پر لویه لاره له تګ راتګ څخه په کلکه ډډه وکړي.
دغهراز د ټولګټو وزارت له درنو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې د روان کال د تلې میاشتې په ۲۶ نیټه د شنبې ورځې د مازدیګر له ۶ بجو وروسته دې پر یادې لویې لارې له تګ او راتګ څخه په کلکه ډډه وکړي او د لارې د بېرته پرانیستل کېدو تر وخته دې له حوصلې څخه کار واخلي.

