ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال او د ترکمنستان لوړپوړي پلاوي د تورغونډۍ بندر له پراختيايي چارو ليدنه وکړه

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او د ترکمنستان د ريل پټلۍ وزير مامِت اکمامدوف او مل پلاوي د هرات ولايت د تورغونډۍ بندر له پراختيايي چارو او د اوسپنې پټلۍ له پرمختګونو ليدنه وکړه.

 د ټولګټو وزارت وایي، چې د دې سفر موخه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ترانزيټي او اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د تورغونډۍ بندر د پراختيايي چارو د عملي پرمختګونو څارنه او ارزونه دی.

مولوي محمد اسحاق صاحبزاده ویلي، د تورغونډۍ بندر د افغانستان لپاره يو مهم اقتصادي دهلېز دی، چې د منځنۍ اسيا هېوادونه د جنوبي او سوېلي اسيا له بازارونو سره نښلوي.

 نوموړي زياته کړې، چې ټولګټو وزارت د دغه بندر د زېربناوو پراخولو، د تخليې او بارګيرۍ د ظرفيت لوړولو، د سوداګريزو توکو د حجم، د لېږد زياتولو او د اوسپنې پټلۍ د نړيوالو معيارونو سره سم د پراختيا هڅې کوي.

 د ترکمنستان د ريل پټلۍ وزير څرګنده کړې، چې هېواد يې د افغانستان له لارې د سيمه‌‌ييزو اتصالي پروژو ملاتړ ته ژمن دی.

نوموړي ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ ګډ کار به نه يوازې اقتصادي فرصتونه زيات کړي، بلکې د خلکو ترمنځ به اړیکې هم ټينګې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د تورغونډۍ بندر د پراختيايي چارو پروژه د ترکمنستان سره قرارداد شوې ده، چې له مخې به يې ياد هېواد د څه باندې پینځو ميليونو امريکايي ډالرو پورې پانګونه کوي او موخه يې دا ده، چې د افغانستان، سيمې او نړۍ ترمنځ سوداګري لازياته وده وکړي او د هېواد د اقتصادي پياوړتيا لپاره نوې دروازې پرانيزي.