ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تاکل شوې په قزاقستان کې د افغان او قزاق سوداګرو درېیم ګډ نندارتون جوړ شي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د روان لمریز کال د لړم میاشتې له ۳مې تر ۸مې نېټې پورې قزاقستان کې د افغان – قزاق درېیم ګډ نندارتون جوړېدو او سوداګریزې ناستې خبر ورکړی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې ټاکل شوې د افغان- قزاق درېیم ګډ نندارتون او سوداګریزه ناسته د قزاقستان په چمکنت ښار کې جوړ شي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د دغه نندارتون موخه د افغان محصولاتو او تولیداتو بازارموندنه او پراختیا ده او په همدې تړاو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له قزاقي لوري سره د همغږۍ ناسته کړې ده.

همدارنګه افغان سوداګر او اقتصادي شنونکي وایي، چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان تولیداتو او محصولاتو لپاره د دا ډول نندارتونونو جوړېدل کولی شي ښه بازارموندنه وکړي او دغه‌راز په یاده برخه کې د لا اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د افغان – قزاق د درېيم ګډ سوداګریز نندارتون جوړېدل ښيي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.

 سوداګریز تعاملات په کراره خو پر مخ روان دي — افغانستان قزاقستان ته وچې مېوې، زعفران او نور توکي صادروي، او قزاقستان بیا غنم، اوړه، غوړي او صنعتي مواد افغانستان ته صادروي.