ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ستر درستیز توپچي ریاست له لوري د 9P140 اوراګان دستګاه له زده کړو څخه ۲۵ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، چې یاد وزارت ستر درستیز د توپچي ریاست له لوري د سیمیزو قطعاتو او جزوتامونو ۲۵ تنه ځوان منسوبین د 9P140 اوراګان دستګاه له مسلکي او عملي زده کړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د ستردرستیز درستیزوال مولوي شبیر احمد عثماني، د جلب او جذب قومندان مولوي تُراب الهادي طیب عمر د یاد ریاست رییس ملا رحمت الله ناظم د رهبري شویو مرمیو استاد ملا صدیق الله مستري او ګڼ شمېر نورو مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

د ستردرستیز درستیزوال مولوي شبیر احمد عثماني پخپلو خبرو کې وویل؛ تاسو د اسلامي نظام او د هېواد د دفاع لپاره روزل شوي یاست، خپل مسوولیت په پوره اخلاص او صداقت سره اداء کړئ، اسلامي امت تاسو ته سترګې په لاره دی کوشش وکړئ، چې په مسوولیت کې غفلت ونکړئ، خپل مسلک ته پاملرنه وکړئ او د نظام او هېواد دفاع ته په هر ډول حالاتو کې ژمن اوسئ.

همدارنګه غونډه فارغانو ته د بري‌لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.