ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېره میاشت کې د نږدې ۲۳۰میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۴ کال د وږي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ارزښت ۲۲۹.۸ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت یو میلیارد او ۲۳۲.۷ ميليون ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۴ کال په زمري مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴.۹میلیون ډالر و؛ د ارقامو تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال په وږي میاشت کې د صادراتو ارزښت د روان کال د زمري میاشتې په پرتله ۸۴.۹ ميليون ډالره زیاتوالی لري.

 له بل لوري د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت یو میلیارد او ۱۹۵.۶ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د ۱۴۰۴ کال په وږي مياشت کې د ۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی پکې راغلی دی.

 ارقام ښيي چې د ۱۴۰۴ کال په وږي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او ترکیې هېواد ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، چین، متحده عربي اماراتو او پاکستان څخه وو.

 د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې د برېښنا د وارداتو له ارزښت پرته ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.