ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندوز کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه نږدې ۴۰۰ ځوان منسوبین فارغ شول

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې ۳۸۴ تنه د پولیسو منسوبین د مسلکي او عقیدوي زده کړو وروسته د کندوز ولایت له روزنیز مرکز څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کندوز امنیه قومندان پاسوال مولوي مطیع الله سیف الله په ګډون د یاد ولایت مقام استازي او نورو مسوولینو او منسوبینو ګډون درلود.

د یاد مرکز قومندان ملا عبدالستار طارق په خپلو خبرو کې فارغ شویو منسوبینو ته مبارکي ورکړه او د دوی زده کړې یې د ولس د خدمت لپاره ډېرې اړینې وبللې.

دغه‌راز د غونډې په پای کې د کندوز ولایت امنیه قومندان او ځینو نورو مسولینو له لوري ممتازو زدکړیالانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.