ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح الله مجاهد: له هند سره د اړیکو پراختیا د بل هیڅ هېواد په زیان نده 

هند ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له رسمي سفر سره همهاله د اسلامي امارت ویاند کابل کې په یوې خبري غونډه کې ویلي، چې له هند سره د افغانستان د اړیکو پراختیا د هیڅ هېواد په زیان نده.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او هیڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي څو افغانستان د سیاسي نانندریو په میدان بدل کړي .

له دې سره یو شمیر سیاسي او اقتصادي کارپوهان له افغانستان څخه د هند سیمه ایز ملاتړ اغیز لرونکی یادوي او په افغانستان کې د پروژو په بیارغاونه او تطبیق کې د هند رول ګټور بولي.

په همدې حال کې یو شمېر هېوادوال د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اړیکو د نوي څپرکي له رامنځته کیدو څخه په هرکلي سره ، له سیاسي او اقتصادي اړخه له هغه هېواد سره اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه بولي او له هند سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي.

په دې وروستیو کې د اسلامي امارت اړیکې د سیمې او نړۍ له ډېری هېوادونو سره د پراختیا په حال کې دي او داسې هیلې شتون لري، چې له هند سره د اړیکو پیاوړتیا نه یواځې د دواړو هېوادونو د اوسېدونکو لپاره د قونسلي خدماتو د تسهیلاتو لامل کېږي؛ بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او سوداګریزې اړیکې به هم لا پیاوړې کړي.