ملي دفاع وزارت وایي، د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړهایزو ګډو زده کړو قومندانۍ د عسکرو بنسټیزو زده کړو ښوونځي د یوولسمې دورې له درې میاشتنیو فکري، مسلکي او پوځي زده کړو (معسکر) څخه د تخار او بغلان ولایتونو ملي اسلامي اردو ته ځانکړي جذب شوي (۴۰۰) تنه ځوانان د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد “حمیدي”، د ښوونې او روزنې رییس شیخ داد محمد “محمدي”، د یادې قوماندانۍ قومندان مولوي نصیب الله “مدني” او د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر مجاهدینو او منسوبینو ګډون درلود.
مسوولینو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل:” تاسو د پوځي زده کړو په ترلاسه کولو سره یوه الهي فریضه سر ته ورسوله او له اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې لپاره مو ځانونه د الاعداد په زیور سمبال کړل، موږ ته قومیت، ملیت او سمت مطرح نه دی، بلکې موږ یو واحد ملت یو او د یو امیر اطاعت کوو د اسلامي نظام د استحکام او پیاوړتیا لپاره باید سره یو موټی شو، له هر ډول کرکې څخه لاس واخلو، خپل اصلي هدف ته متوجې شو او د واحدې رهبرۍ تر امر لاندې به د دغه سپېڅلي اسلامي نظام څخه دفاع کوو.
په پای کې یادو فارغانو د تحلیف مراسم ترسره کړل او یاده غونډه د بريلیکونو په ورکولو او دعایه کلام سره پای ته ورسېده.

