ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پوهنې وزیر د تعلیمي وضعیت اروزنې په موخه کندهار ته سفر کړی

د پوهنې وزیر مولوي حبیب‌الله اغا د تعلیمي وضعیت اروزنې په موخه کندهار ته سفر کړی.

 پوهنې وزارت وایي، مولوي حبیب‌الله اغا د دې سفر پرمهال د دې ولایت په دامان ولسوالۍ کې «مبیت او صدیقیه) مدرسو څخه لیدنه کړې او د مسولینو او زده‌کوونکو ستونزې او غوښتنې یې اورېدلې دي.

نوموړي دغه راز په دې لیدنه کې د مدرسو د علمي کیفیت د لوړولو، د استادانو د روزنې، او د اړوندو لیلیو د وضعیت د ښه‌والي پر اړتیا ټینګار کړی دی.