ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان سفیر د اندونیزیا د دیني چارو له وزیر سره د علمي اړیکو په اړه خبرې کړي

په جاکارتا کې د اسلامي امارت سفیر مولوي سعدالله بلوچ د اندونیزیا د دیني چارو له وزیر ډاکټر نصر‌الدین عمر سره لیدنه کړې.

اندونیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو، په ځانګړې توګه د علماوو د تګ او راتګ، د قران کریم د قرائت په نړیوالو سیالیو کې د افغان قاریانو د ګډون او افغانانو ته د اندونیزیا د دیني مدرسو د تحصیلي بورسیو د ورکړې په اړه خبرې شوې دي.