ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزارت مرستیالانو د قزاقستان د ټرانسپورټ او صنعت او ساختمان وزارتونو له مرستيالانو سره لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت وایي، چې د دې وزارت تخنيکي مرستيال مولوي عبدالکريم فاتح، د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او تخنيکي ټيمونو د قزاقستان هېواد د ټرانسپورټ وزارت له مرستيال ژانيبک ژومايويچ تايژانوف، د صنعت او ساختمان وزارت له مرستيال شرخان ايران شرخانويچ او مل پلاوي سره د ياد هېواد د سفير ګزیز اکباسوف په شتون کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، خوښ يو، چې افغانستان او قزاقستان يو بل سره تاريخي، اقتصادي، سوداکریزې او ټرانزيټي اړيکې لري او هڅه بايد وشي، چې دا اړيکې لا پراختيا ومومي.

د قزاقستان پلاوي د خپلو خبرو پرمهال وويل، چې د سفر موخه يې د تورغونډۍ – هرات او هرات – سپين بولدک اوسپنې پټلۍ پروژې د عملي پلان پلي کولو ته چمتووالی دی.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د قزاقستاني لوري سره د ناستې په لړ کې د یاد وزارت د روانو پروژو په اړه هراړخيز تخنيکي معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه، چې دامهال د ټولګټو وزارت له لوري د هرات – کندهار اوسپنې پټلۍ پروژې د سروې چارې بشپړې شوې او د ډيزاين چارې يې جريان لري.

دغه‌راز، د لیدنې پر مهال د ټولګټو وزارت او د قزاقستان استازي ترمنځ یو یو پروتوکول او عملي پلان هم لاسلیک شو او پرېکړه وشوه، چې د تورغونډۍ – هرات او هرات – سپين بولدک اوسپنې پټلۍ پروژې د عملي چارو د پيل او د يادې پروژې د راتلونکو حقوقي او مالي شرايطو په تړاو د بحثونو لپاره يوه ګډه تخنيکي او مالي کمېټه رامنځته شي، چې په نږدې راتلونکي کې به په دې اړه د قزاقستان تخنيکي ټيم هم افغانستان ته سفر وکړي.

په پای کې ټولګټو وزارت قزاقستاني لورې ته ډا‌ډ ورکړ، چې افغانستان د يادې پروژو د عملي کار پيل ته بشپړ چمتووالی لري او بايد دا پروژه د افغانستان اسلامي امارت د نافذه قوانينو په رڼا کې پلي شي.