ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فراه پوهنتون کې په ۵۰ جريبه ځمکه د څېړنيز فارم د جوړېدو چارې پيل شوې

د لوړ ز‌ده‌کړو وزارت وایي، چې فراه پوهنتون کې د ۲۱ میلیونه او ۷۵ زره افغانیو په لګښت، په ۵۰ جریبه ځمکه د څېړنیز فارم د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یاد څېړنیز فارم د پرانیستې په مراسمو کې د فراه ولایت مقام مسوولینو، د فراه پوهنتون د رییس مرستیالانو او د نورو برخو مسوولینو ګډون کړی و.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه څېړنیز فارم په پروژه کې د ۵۰ جریبه ځمکې احاطوي دیوال، اداري ودانۍ، ګلخانه، ډېپو، ۱۵۰ متره د اوبو څاه، ماشین خونه، ۷۰ زره متره مکعبه د اوبو ذخیره او قطریي سیستم د جوړېدو او برابرولو برخې شاملې دي، چې لګښت یې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.