ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبداللطیف منصور د ټاپي نړیوالې پروژې له رییس او د ترکمنستان له سفیر سره د پروژې د بهیر د چټکتیا په اړه خبرې کړي

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د ټاپ نړیوالې پروژې له ریيس مراد ارتیکوف او په کابل کې مېشت د ترکمنستان هېواد له سفیر خواجه عوضوف سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو د ټاپ برېښنا لېږد ( ترکمنستان – افغانستان – پاکستان) پروژې چارو د چټکتیا د بهیر په اړه خبرې او نظرونه شریک کړي دي.

ملا عبداللطیف منصور د سیمې د هېوادونو لپاره د دغې پروژې پر حیاتي ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت د دغې پروژې د چارو د چټکتیا په برخه کې هر راز همکاري او د پلي‌کولو لپاره د زمینې چمتوکولو ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د ټاپ پروژې د لار نقشې جوړونه د افغانستان اسلامي امارت له لوري تر څېړنې او بیاکتنې لاندې نیول شوې او د رهبرۍ مقام له لوري تر تایید وروسته به د لاسلیکولو لپاره چمتو شي.

په ورته مهال، د ټاپ نړیوالې پروژې ریيس مراد ارتیکوف د افغانستان دولت د همکارۍ په ستایلو سره، د پروژې د پلي کولو په برخه کې د درې واړو هېوادونو( ترکمنستان، افغانستان او پاکستان) د همغږي او چمتووالي په هکله خبر ورکړی او د لومړنیو عملي اقداماتو د چمتوکولو د بهیر پر چټکتیا باندې ټينګار کړی دی.

د یادونې وړده، چې د ټاپ برېښنا لېږد نړیواله پروژه په سیمه کې یو له سترو او ستراتېژیکو طرحو څخه ګڼل کېږي، چې موخه یې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا انرژي لېږد ده.

دغه پروژه د غړو هېوادونو لپاره د ډاډمنې او ارزانې انرژۍ د چمتوکولو برسېره، د اقتصادي پراختیا لپاره د زمینې چمتوکولو، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کولو، د سیمه ایزو همکاریو د پراخولو او د ښکېلو هېوادونو ترمنځ به د اقتصادي او سیاسي اړیکو د ټینګولو لامل هم شي.