ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عتیق‌الله عزیزي په مشرۍ د ژبو عالي شورا خپله نوبتي ناسته وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي په مشرۍ د ژبو عالي شورا خپله نوبتي ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د یادې شورا درې ګونو (پښتو او دري ژبو د املایي لارښود ترتیبولو او درېیمو ژبو د اړتیا رابرسېرولو کمېټو) استازو د ترسره شویو کړنو راپور شریک کړی او پرېکړه شوې چې املایي لارښودونه له نهایي کېدو وروسته د امارتي د اړوندو ادارو او د ازادو لیکوالانو په ګډون یو ټول ‌شموله علمي سیمینار ترسره شي او له هغې وروسته به یادې مسودې د تاییدي لپاره د ریاست‌الوزرا عالي مقام ته واستول شي.

همدا راز د درېیمو ژبو کمېټې په خپل راپور کې ویلي، چې د پشه‌يي ژبې د الفبا په تجدید هم د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا کار روان دی او په لنډ وخت کې به یې الفبا تجدید شي.

د یادې کمېټې غړو زیاته کړې، د هغو مجلو او خپرونو محتوا یې څېړلې چې د درېیمو ژبو په بڼه خپرونې لري.

د غونډې په پای کې، د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د ترسره شویو هڅو ستاینه کړې او له ټولو غړو یې غوښتي، چې د هېواد د ژبني تنوع د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې لا ډېره همغږي او علمي همکاري وکړي.