په کابل کې د قطر سفارت شارژدافير ډاکټر مردف القاشوطي د اطلاعاتو او کلتور له وزیر شيخ شيراحمد حقاني سره د دواړو هېوادونو تر منځ کلتوري اړيکو د پياوړتیا په موخه لیدنه کړې.
د لیدنې په پیل کې د قطر د سفارت شارژدافیر ډاکټر مردف القاشوطي د اطلاعاتو او کلتور وزیر شيخ شيراحمد حقاني ته د نوې دندې مبارکي ورکړې او دغهراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو پر پیاوړتیا او دوام يې ټینګار کړی دی.
دغهراز نوموړي د قطر او افغانستان تاریخي اړیکې ستایلي او په کلتوري برخه کې يې د لا زیاتو همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني د افغانستان او قطر ترمنځ اړیکې مهمې بللي، د کلتوري اړیکو او دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.
همدارنګه، نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړیکو د پیاوړتیا په موخه د تړونونو د څارنې یادونه کړې او د قطر دولت له هر اړخیزو، په ځانګړي ډول د کونړ له وروستیو زلزلهځپلو سره د مرستو له امله مننه کړې ده.

