د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشڅانګو او اسان خدمت مرکزونو له لارې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه یو میلیون، ۶۶ زره او ۶۷ هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې، چې ۸۰۴ زره او ۷۸۹ یې نارینه او ۲۶۱ زره او ۲۷۸ د ښځینهوو پېژندپاڼې دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ټولو زیاتې برېښنایي پېژندپاڼې، نږدې ۳۰۷ زره په کابل ولایت کې وېشل شوې او تر کابل وروسته، هرات د ۱۲۱ زره او ۷۱۶، کندهار د ۷۳ زره او ۷۴۰، ننګرهار د ۶۴ زره او ۴۷۰ او بلخ د ۵۳ زره او ۱۹ پېژندپاڼو په وېشلو هغه ولایتونه دي، چې هېوادوالو ته یې زیاتې برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د یادولو وړ ده، چې په هېواد کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیل څخه تر اوسه ۱۶ میلیونه او ۵۶۱ زره هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

