ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کانونو او پټرولیم وزارت: د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې ګازو نل‌لیکې د غځولو ۱۰۰ کیلومټره مسیر سروې شوی

کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د افغانستان په خاروه کې د ټاپي پروژې د نل لیکې ۱۰۰ کیلومتره سروې ترسره شوې او د ۱۳ کیلومتره نل لیکې د ولډنګ کارۍ چارې بشپړ شوې دي، چې د نورو برخو چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.

له بلې خوا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي تېره ورځ د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره د تلیفوني خبرو پر مهال د اقتصادي او سیاسي موضوعاتو ترڅنګ د ټاپي پروژې پرمختګ مثبت وباله او په نږدې راتلونکي کې یې د عملي همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې ټاپي یوه ستره سیمه‌ییزه پروژه ده، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

دغه نل‌لېکه د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو له لارې تېرېږي او د پاکستان د ملتان ښار له لارې هند ته ننوځي.

همدارنګه یاده پروژه په کلني ډول د ۳۳ میلیارده متره معکبه ګازو د لېږدولو وړتیا لري.