د ریاستالوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع په مشرۍ اداري غونډه وشوه.
په دغه غونډه کې، چې د ریاستالوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست مرستیالانو، د بېلابېلو ادارو رییسانو او د اداري معاونیت د دفتر لوی رییس هم ګډون درلود، ډاکټر ملا عبدالواسع د چارو ښهوالي، د وړاندیزونو او ستونزو شریکولو او هغو ته د اساسي حل لارو موندل د دغو ناستو اصلي موخه وبلله.
ښاغلي واسع له اړوندو مسولینو وغوښتل، چې خپلې چارې د ورورګلوۍ او صمیمیت په فضا کې تعقیب کړي، په اخلاص یو له بل سره همکاري وکړي او د بیتالمال خوندیتوب، مؤثر استعمال او د ضایع کېدو مخنیوي ته جدي پاملرنه وکړي.
همدانګه په غونډه کې مولوي عبدالخلیل روحاني د ریاستالوزرا اداري معاونیت، مولوي محمد داود محمدي د تخنیک او ټرانسپورټ ریاست، مولوي ګلزار احمد حقاني د تدارکاتو ریاست او ملا حمدالله فطرت د ویاند دفتر اړوند موضوعات، اړتیاوې او وړاندیزونه مطرح کړل.
دغهراز، د اجنډا له مخې د ازاد بحث په برخه کې د غونډې ګډونوالو د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خپل نظریات او معلومات شریک کړل.

