ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د میدان وردګو ولایت د پولیسو د ښوونې او روزنې له مرکز څخه څه‌باندې ۶۰۰ منسوبین فارغ شول

کورنیو چارو وزارت وایي، چې د میدان وردګو ولایت د پولیسو د ښوونې او روزنې له مرکز څخه ۶۰۷ تنه منسوبین د مسلکي او عقیدتي زده‌کړو دورې له بشپړولو وروسته فارغ شول.

په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د اداري معینیت نظامي مرستیال شیخ محمد نظر شینواري، د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ ملکي مرستیال مولوي وزیرالرحمن رحماني، د میدان وردګو ولایت د علماوو شورا رییس مولوي عبدالهادي فضلي، د ولایت مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ او ګڼ شمېر نورو مسولینو، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

فارغانو په مراسمو کې پوځي تمرینونه او سپورتي نندارې وړاندې کړې او مسولینو یې د دندو په اخلاص، صداقت او د الله د رضا لپاره د خدمت سپارښتنه وکړه.
په پای کې فارغانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول او غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.