ملي دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت اړوند د هوایي ځواک تخنیکي او مسلکي انجنیرانو له لوري درې چورلکې(دوه Mi-17 او یوه MD-530 )ترمیم او په بریالیتوب سره پرواز ته چمتو شوې دي.
یاد وزارت زیاته کړې، یادې چورلکې چې د تېرې ادارې پر مهال ویجاړې شوې وې، د دویم ځل ترمیم وروسته بېرته فعاله شوې.
د وزارت په وینا، چې په دغو چورلکو کې یوه Mi-17 نوې چورلکه هم شامله ده، چې پخوا ټکر شوې وه، خو اوس د دویم ځل ترمیم وروسته پرواز ته چمتو شوې ده.

