ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مفتي عبدالمتین قانع: د شپې له ۹ بجو تر سهار ۷ بجو پورې د پټاقیو کارول منع دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، چې د خلکو د شکایتونو وروسته د یاد د وزارت مشرتابه پرېکړه کړې، چې د شپې له ۹ بجو وروسته تر سهار ۷ بجو پورې د ودونو او خوښیو په مراسمو کې د پټاقیو کارول په بشپړه توګه منع وي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغه حکم د تکرار په صورت کې به له عاملینو سره قانوني چلند وشي.

د ښاغلي قانع په وینا، د همدې موخې لپاره د کورنیو چارو وزارت له لوري یوه باصلاحیته کمېټه جوړه شوې، چې د پولیسو د چلند او د مجازاتو څرنګوالی به د شرعي اصولو او نافذه قوانینو په رڼا کې وټاکي.

همدارنګه نوموړي ویلي، د موضوع اړوند یوه بشپړه طرحه هم جوړه شوې، چې د قضیې ټول اړخونه په کې شامل دي او تر تصویب وروسته به د وزارت د رهبرۍ غونډې ته وړاندې شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند له خلکو غوښتي، چې د داسې مواردو د لیدو پر مهال د پولیسو د ۱۱۹ شمېرې سره اړیکه ونیسي، ترڅو سمدستي اقدام وشي.