انقره کې د اسلامي امارت سفیر شیخ صنیعالله فرهمند د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د چارو له رییس جهاد ارګینای سره لیدنه کړې.
ترکیه کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکیې تر منځ د دوه اړخیزو کلتوري، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې شوې دي.

