د پکتیکا ولایت انګور اډې فرضي کرښې سره د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د ریاست اړوند د مهاجرېنو د ثبت لپاره مرکز پرانېستل شو.
د پکتیکا د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي حمیدالله فاتح ویلي، هغه مهاجرین چې افغانستان ته به د انګور اډې د سرحدې دروازې له لارې راتلل په تېره اداره کې یو منظمه د ثبت اداره نه وه موجوده.
دغه اداره چې د پکتیکا ولایت په همغږۍ او مالي ملاتړ پرانېستل شوي، ټولي اړینو اسانتیاوو په درلودلو سره به چارې ترسره کوي او له دې سره به د مهاجرینو په ثبت کې زیاته روڼټیا رامنځ ته شي.
د یادونې وړ ده، چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په انګور اډې سرحدې دروازې یا فرضي کرښی سره څېرمه د پولیو واکسېن مرکز پرانېستل شوی دی، چې په یوه ورځ کې په اوسط ډول ۹۰ تنه د پولیو او نورو برخو ماښومان واکسېن کوي.

