ټاکل شوې د مسکو فارمټ ۷ مه ناسته د روانې اکتوبر میاشتې په ۷ مه نیټه په مسکو کې جوړه شي.
په دغه څو اړخیزه مشورتي ناسته کې چې د افغانستان په اړه د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ، ثبات، امنیت او د افغان سولې پر مسایلو خبرې اترې کیږي، سږ کال پکې دافغانستان اسلامي امارت دبهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان مقتي ته د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې او ټاکل شوې د اوکټوبر په شپږمه مسکو ته سفر وکړي.
د مسکو فارمټ ۷ ناسته چې د روسیې په کوربتوب ترسره کیږي د اسلامي امارت پلاوی به پکې د ګډون سربېره ددغه غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم خبرې ولري.
دچارو شنونکي هیله مند دي چې مولوي امیرخان متقي به، په ټولو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې له نړیوالو سره شریکې کړي.
د یادونې وړ ده، چې مسکو فارمټ ناسته په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې له خوا پیل شوې هر کال یې روسیه کوربتوب کوي او افغانستان، پاکستان، ایران، هند، چین ، اوزبیکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان یې ګډونوال هېوادونه دي، چې وړاندې له دې اسلامي امارت یوازې میلمه؛ خو سږ کال پکې مولوي امیرخان متقي ته رسمي بلنه ورکړل شوې ده.

