ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه‌باندې ۹۷ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت وایي، چې په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د تلې له څلورمې څخه تر ۱۰مې) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۷ زره او ۵۳۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د حیرتان بندر له لارې ۷۳ زره او ۸۲۵ ټنه، د اقینې بندر له لارې دوه زره او۴۲ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۵زره او ۶۷ ټنه او د خواف–هرات له لارې شپږ زره او ۵۸۸ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال ۹۷ زره او ۵۲۲ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې ۳۲۷ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد او رالېږد بهیر روان او چټک وساتي.