د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب د المار او قیصار ولسوالیو له قومي مشرانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو مشرانو د ټولنیز، اقتصادي او سیمهییزې حکومتولۍ ستاینه کړې.
دوی زیاته کړې، د اسلامي نظام په حاکمیت سره په هېواد کې بشپړ امنیت تامین شوی او سیمهیېزمسولین تل د خلکو د ستونزو د تشخیص او حل کولو هڅه کوي.
دغه راز قومي مشرانو ویلي، چې اسلامي امارت ټولو برخو ته ځانګړې پاملرنه لري او د اسلامي امارت له رهبري څخه یې غوښتي، چې د فاریاب ولایت المار او قیصار ولسوالیو ته د برېښنا رسولو او بندونو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال قومي مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد په ټولو برخو کې د خلکو د ستونزو د حل کولو کوښښ کوي.

