د پوهنې وزیر مولوي حبیبالله اغا بامیان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت د والي مولوي عبدالله سرحدي په ملتیا، د سیغان او یکاولنګ ولسوالیو کې د دوو ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې شوې.
یادې ودانۍ چې د پوهنې له وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته د ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي، هره یوه یې ۱۶ درسي خونې، لابراتوارونه، د کنفرانسونو تالارونه، اداري خونې او د لوبو میدانونه لري.
همدارنګه، د پوهنې وزیر په بامیان کې د ۲۴ ښوونځیو د بیارغونې او د ۴۶ نورو ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا د سیسټمونو د نصب پروژې هم د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستې.
مولوي حبیبالله اغا د یادو ښوونځیو او پروژو د پرانیستلو په مراسمو کې وویل: »موږ د شته اړتیاوو پر بنسټ د زدهکوونکو لپاره د مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته کولو ته لومړیتوب ورکړی او د دې اصل د پلي کولو لپاره هڅې دوام لري. «

