ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي حبیب‌الله اغا په میدان وردګو کې یوه دیني مدرسه پرانیستله

د پوهنې وزیر مولوي حبیب‌الله اغا میدان وردګو ولایت ته د سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ۹.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه دیني مدرسه د سیمه‌ییزو چارواکو، دیني علماوو او خلکو په شتون کې پرانیستله.

مولوي حبیب‌الله اغا د دې مدرسې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د ښوونې او روزنې سیستم متوازن پرمختګ ته ژمن دی.

همدارنګه نوموړي ژمنه وکړه، چې د دغې مدرسې لپاره به رسمي بستونه هم په پام کې ونیول شي.

د میدان‌وردګ ولایت پوهنې رییس مولوي محمد عثمان حریت وویل، یاده دیني مدرسه په اساسي ډول په دوو پوړونو کې جوړه شوې، چې له ټولو اړینو اسانتیاوو سره ۱۲ درسي خونې لري او په پایله کې یې د طلابو لپاره مناسب او معیاري تعلیمي چاپېریال برابر شو.