د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له پلاوي سره لیدنه وکړه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د کابل او اسلام اباد پر اړیکو او د شته ستونزو پر حل خبرې شوې دي.
په دې لیدنه کې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند غړو په افغانستان کې د سولې او ټېکاو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته د افغانستان حالت ډاډمن شوی دی.
دغهراز پاکستاني علماوو د اسلامي ټولنو د یووالي په ټينګار سره یادونه وکړه، چې په افغانستان کې د اسلامي نظام په ټېنګښت سره هیله لري، افغان حکومت نورې نړۍ ته یوه ښه بېلګه شي.
د دې ترڅنګ د جماعت اسلامي پلاوي د افغان او پاکستاني علماوو نږدې اړیکې اړتیا وبلله او او ټینګار یې وکړ، چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د شته ستونزو د حل په موخه باید خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي.
ورته مهال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د پاکستان د جماعت اسلامي پلاوي ته د ښهراعلاست ترڅنګ په تېرو څو لسیزو کې، له افغانانو سره د پاکستان ولس له مرستو او همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، چې د اسلامي امارت د همکارۍ لمن پراخه ده او د ستونزو د حل په برخه کې خبرو او دیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې د سیمي حالت ته په کتو کابل او اسلام اباد باید په سوله کې ژوند وکړي او څرګنده یې کړه، چې د افغان ولس د جهاد له برکته په سیمه کې ثبات رامنځته شوی دی.
دغه راز نوموړي له افغان کډوالو سره ناسم چلند او پوځي اقدامات د اندیښنې وړ وبلل او په وینا یې چې دا ډول کړنې باید تکرار نه شي.

