ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لغمان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، چې د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو مسولینو، علماوو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۱۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امريت مسولينو د کلیوالو مشرانو او قومي مخورو په ملتيا ياده موضوع وڅېړله، د دواړو خواوو قناعت يې حاصل کړ او له يوې شرعي پرېکړې وروسته يې روغې ته راضي کړل، چې په همدې توګه يې د کلونو اوږده دوښمني په دوستۍ بدله شوه.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د دغې شخړې له امله دوه تنه وژل شوي، څو تنه ټپيان شوي او لا يې هم ترمنځ د تاوتريخوالي راپورته کېدو ژورې انديښنې شتون درلود، چې مسوولينو یې ټولو بد بختيو ته د پای ټکی کېښود.