د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د افغانستان د زیانمنو ټولنو د معیشت د ښه والي او د زغم وړتیا د پیاوړتیا پروژه د شپږ میلیونه پونډو په ارزښت د پکتیکا، کونړ، فاریاب، سمنګان، تخار او دایکنډي ولایتونو کې پیل شوه.
د یاد وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، د دې پروژې له چارواکو سره په لیدنه کې وویل، چې ځانګړې شوې بودیجه باید په اغېزمن ډول ولګول شي، څو پایلې یې خلکو او کروندګرو ته ګټورې تمامې شي او فعالیتونه یې واقعي وي، نه نمایشي.
د پروژې د چارواکو په وینا، یاد پروګرام درې کلن دی او ټولیزه بودیجه یې ۲۲ میلیونه پونډه ده.
یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دې بودیجې لومړني شپږ میلیونه پونډه د لسو میاشتو په موده کې د افغان اېډ موسسې او د هغې د شریکانو لکه «سیف د چلډرن»، «کانسرن»، «ورلډ واید» او «ټي.ال.او» لخوا پلي کېږي.
په لومړي پړاو کې به شاوخوا اووه زره او ۶۰۰ تنه په مستقیم ډول د دې پروژې څخه برخمن شي او د هغوی لپاره به د کار زمینه برابره شي.
د دې پړاو اساسي فعالیتونه د ابرېزو د مدیریت کمېټې جوړول، د کانټور پر بنسټ د ترینجونو کېندل، د ګبیوني او ډبريزو پلکونو جوړول، د مثمرو او غیرمثمرو نیالګیو کېنول، په اب رېزو کې د اوبو لګولو سیسټم جوړول او د نیالګیو منظم خړوبول دي.
دغهراز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه وایي، چې د ملي او نړیوالو موسسو په هڅولو سره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د اغېزمنو فعالیتونو ترڅنګ د کار نورې ډېرې زمینې هم په هېواد کې برابرې شي.

