ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

رجب طیب اردوغان: اسرائیل باید سمدلاسه پر غزه خپل ټول بریدونه ودروي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د حماس له لوري د ټرمپ د وړاندې شوې طرحې د یو شمېر اساسي برخو له منلو وروسته له اسرائیلو غوښتي، چې پر غزه تړانګه هر ډول بریدونه ودروي او د اوربند له پلان سره سم عمل وکړي.

رجب طیب اردوغان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: “د تلپاتې سولې ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ د اوربند پلان ته د حماس ځواب یو رغنده او مهم ګام دی او اسرائیل باید سمدلاسه ټول بریدونه ودروي.”

د حماس له لوري د ټرمپ د اوربند پلان منل د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي انتونیو ګوترېش او د بریتانیا، فرانسې او اسټرالیا د مشرانو سربېره د قطر او مصر هېوادونو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.