ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي صدراعظم عثماني کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۳م نندارتون څخه لیدنه وکړه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کابل په بادام‌ باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۳م نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال، مولوي صدراعظم عثماني د نندارتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د غرفه‌ لرونکو نظریات، وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدې.

نوموړي همدارنګه د فعالیتونو د لا ښه کېدو او د ستونزو د حل لپاره اړینې لارښوونې وکړې.

 ښاغلي عثماني د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو ملاتړ وباله او د نندارتون د ترسره کوونکو مسولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې غرفه‌ لرونکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خزاني نندارتون یوه ارزښتمنه موقع وبلله چې د هېواد تولیدات ملي او نړیوالو سوداګرو ته ور وپېژندل شي او له غرفه‌ لرونکو یې وغوښتل، چې خپل معیاري او لوړ کیفیت لرونکي تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

د یادونې وړه ده، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۳م نندارتون، چې ۲۶۳ غرفې پکې شاملې دي؛ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو، لاسي صنايعو او نورو کورنیو تولیداتو په ګډون، د روان کال د تلې له ۹مې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې د کابل د بادام‌ باغ په څېړنیز فارم کې پرانیستل شوی او د لیدونکو پر مخ پرانیستی دی.