د افغانستان لپاره د پاکستان ځانکړي استازي محمد صادق خان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د انګور اډې لاره د دوه کلن ځنډ وروسته بېرته پرانېستل شوه.
نوموړي ویلي، د دې لارې پرانېسته به د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري پیاوړې کړي.
هاخوا د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس خانجان الکوزی ویلي، انګور اډه یوه مهمه سوداګریزه لاره ده، چې پرانېستل کېدل به يې پاکستاني بازارونو ته د افغانستان د سبزیوو او میوو د صادراتو کچه لوړه کړي.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان سوداګر هم د دغې لارې د پرانیستې هرکلی کوي او دا د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوس مهال د سپین بولدک ، غلام خان ، ډنډې پټان او تورخم سوداګریزو بندرونو له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه کېږي.

