ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر له مجاهد ملي موزیم څخه لیدنه وکړه

په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن په میدان وردګو ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مجاهد ملي موزیم څخه ليدنه وکړه.

 مولوي ګل حسن حسن ویلي، چې په مجاهد ملي موزیم کې ځای پر ځای شوي نظامي او فرهنګي توکي نسلونو ته د خپلو شهیدانو قربانۍ او خاطرې ور یادوي او دا په ډاګه کوي، چې مجاهدینو د اسلام او وطن لپاره څومره ستړیاوې ګاللي دي.

د یادونې وړ ده، چې مجاهد ملي موزیم کې شاوخوا ۵۰۰ بېلابیل نظامي او فرهنګي اثار نندارې ته ایښودل شوي دي.