د اسلامي امارت له لوري د هېواد د سرحدي ستونزو ارزونې او اواري په موخه د شپږمې سرحدي لوا قومندان مولوي منصور جاويد تر مشري لاندې ټاکل شوي پلاوي، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت استازي ښاغلي غلام نبي صميم يې هم عضويت درلود ازبکستان هېواد ته د رسمي سفر په ترڅ کې د کوربه هيواد له سرحدي چارواکو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.
په ياده غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس ښاغلي غلام نبي صمیم د سرحدې ولسواليو د خلکو د شته ستونزو يادونه کړې او د امو درياب د تخريباتو، په ازبکستان هېواد کې د افغان زندانيانو د خلاصولو، د سرحدي صفري نقطو د تجديد، د دواړو هېوادونو ترمنځ دتجارتي اموالو په تگ را تگ کې د اسانتياوو رامنځته کولو او د ښه ګاونډيتوب د دوام په اړه په تفصيلي خبرې کړې او په يادو برخو کې يې په گډ کار ټينگار کړی دی.
په پاي کې د دواړو هېوادونو پلاوو يو بل ته ډاډ ورکړی، چې ستونزې به یې له منځه وړي او دوستانه اړیکې به لا پسې پراخوي.
دغه راز په بېلابېلو برخو کې به له يو بل سره بشپړه همکاري کوي.

