ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالله نوري بغلان ولایت ته سفر کړی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري د بغلان ولایت د مرکز او ولسوالیو له علماوو او قومي مخورو سره لیدنه کړې

په دې لیدنه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر شمالي ولایتونو ته سفر له قومونو سره د همغږۍ غونډې کول، د هغوی ستونزې اورېدل او د بندرونو څارنه یاده کړې.

ملا نورالله نوري زیاته کړې؛ دا زموږ دنده ده؛ چې په ولایتونو کې له قومي سپین ږیرو، علماوو او عامو خلکو سره ووینو او د دوی ستونزې واورو.

نوموړي ویلي؛ په افغانستان کې جهاد همدې قومونو او ملتونو کړي دي، دوی وو چې ۴۰ کاله یې له خپلو مقدساتو، عنعناتو او اسلامي شعائرو دفاع وکړه.

سرپرست وزیر د مسولیت په اړه زیاته کړې، هر څوک دې خپل مسولیت ته متوجه شي، مسولیت یو دروند بار دی هر څوک یې باید په ښه ډول سر ته ورسوي.

علماوو او قومي مخورو د اسلامي امارت په راتګ سره د امنیت، اتحاد، یووالي او بیا رغونې په برخه کې له اقتصادي هڅو خوښي ښودلې او له اسلامي امارت سره یې په هره برخه کې د همکاري ډاډ څرګند کړی.

یادو علماوو او قومي مخورو خپلې غوښتنې او ستونزې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چار  سرپرست وزیر سره شریکې کړي، چې نوموړي د هر اړخیزې همکاري او تر لوړو مقاماتو د رسولو ډاډ یې ورکړی.